د اوبو او انرژي وزارت دوه تنه رئیسان په خپلو نویو دندو کې خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول
محترم مولوي عزیزالله "سهار" چې له دې مخکي یې په دغه وزارت کې د پلټنې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، اوس د پایداري انرژي د عمومي رئیس په توګه او محترم مصطفی "منصور" چې له دې مخکي یې د برېښنا مارکیټ د تجارتي رئیس په توګه دنده ترسره کوله اوس د اوبو او اونرژي وزارت مقام د رهبري د لزوم دید پر بنسټ د انرژي د مثمریت د رئیس په توګه وټاکل شول او خپلو همکارانو ته وروپېژندل شول.
د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس محترم قاري محمد عبدالعزیز "عزیز" د دغو رئیسانو د ورپېژندلو پر مهال په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل وباله او په مخکنیو دندو کې د یادو رئیسانو کړنې او فعالیتونه یې د ستاینې وړ وبلل.
د یادولو وړ ده، چې نوموړو رئیسانو د اسلامي امارت په اډانه کې په بېلابېلو علمي، ټولنیزو او جهادي برخو کې د فعالیتونو او دندو ترسره کولو برسېره د اوبو او انرژي په وزارت کې هم په خپلو پخوانیو دندو کې ښې او د قدر وړ کارنامې ثبت کړې دي.