د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سیندیزو حوزو د اوبو د سرچینو له ۴۰ تنو آمرینو او انجنیرانو سره وکتل

mew-admin
Wed, Dec 13 2023 4:29 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د سیندیزو حوزو د اوبو د سرچینو له ۴۰ تنو آمرینو او انجنیرانو سره چې د وړتیا لوړونې په څلور ورځني ورکشاپ کې ګډون کړی وو، له نږدې خبرې وکړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه  له نږدې وپوښتل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې، د وړتیا لوړولو ورکشاپونو ارزښت ته اشاره وکړه او همدارنګه په دغه ناسته کې په مرکز او سیندیزو حوزو کې د دغه وزارت د کارمندانو فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د آمرینو او انجنیرانو د هڅونې ترڅنګ،  د هېواد د آبادۍ په لاره کې هڅه انساني او ایماني مسؤلیت وباله او د اقلیمي بدلونونو او پرله پسي وچکالیو په پام کې نیولو سره د اوبو د مدیریت په برخه کې کار اړین او ستر مسؤلیت وباله. هغه همدارنګه د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو په هکله ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو ته اړینه رسیدګي وشي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu