د نغلو د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د اوبو او انرژي وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم حافظ محمد کلیم منصور او ورسره مل تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي په ولسوالي کې د نغلو د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د نوموړي تخنیکي ټیم د ارزونو پر بنسټ د یادې پروژې چارې په معیاري او منظمه توګه روانې دي او د چارو د لاغوره پرمخ وړلو او د اړینو همغږیو رامنځته کولو په موخه د پروژې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وشوې.