د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د میدان وردګو ولایت له موزیم څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Thu, Jan 11 2024 11:10 AM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل د میدان وردګو والي محترم قاري بختیار معاذ د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هڅو له هغه جوړ شوي موزیم څخه لیدنه وکړه، چې پکې د جهادي بهیر کارول شوي نظامي وسایل ساتل کیږي.

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ددغه موزیم د جوړولو موخه د جهادي یادونو ژوندي ساتل وبلل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزير ددغه موزیم جوړول یو نيک اقدام وباله او همدارنګه يې ددغه موزیم پرمختګ او بډاینه اړین وبلل.

User account menu