په خوست ولایت کې د څپري درې کندې چکډم د جوړولو چارې ۲۵ سلنه او د الګاډې چکډم چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي
د خوست ولایت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت په صبریو ولسوالي کې د څپري درې کندې او په ځاځي میدان ولسوالي کې د الګاډې چکډمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.