د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس د ننګرهار ولایت د عدلیې له رئيس سره وکتل

mew-admin
Thu, Feb 01 2024 9:35 AM
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس محترم سید فضل احد هاشمي او ورسره مل د دغې حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د عدلیې له رئيس محترم مولوي فاتح الله(فاتح) او مل پلاوي سره وکتل او د سیندونو د حریم د اجاره ورکولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه ناسته کې، پرېکړه وشوه چې د سیندونو په حریم کې هر ډول فعالیت باید د ننګرهار سیندیزې حوزې سره په همغږي ترسره شي.

User account menu