د ګرانو هيوادوالو د پاملرنې وړ!

درنو وطنوالو، واوره يو الهي نعمت دی چې د اوبو سرچينو د تامين او همدارنګه په ګران هېواد خاصتآ کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذيې اساسي لامل ګڼل کېږي.
په اوسنيو ترینګلو شرايطو کې چې د هيواد د ځمکې لاندې اوبو کچه په ځانګړي توګه د کابل ښار کې ټيټه شوې ده، مهرباني وکړئ د خپلو بامونو او حويلۍ واورې په کانکريټي او سمنټي کوڅو او سړکونو باندې مه غونډوي بلکې د خپلې حويلۍ او کورونو په خاورينه برخه (هغه برخه چې د اوبو د جذب ډير ظرفيت ولري) کې يې غونډه کړئ ترڅو مو کورني څاه ګانې له وچيدو څخه وژغورل شي او همدارنګه ستاسو د شاوخوا هستوګنې سيمې د ځمکې لاندې اوبو د تقويت سبب وګرځي.