لوګر ولایت کې د کاریزونو د پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې او د ګلوریا مشورتي شرکت مسؤلینو په ګډه سره د لوګر ولایت د مرکز اړوند د الیاس خان بابا او پادخواب شانه سیمو کې د کاریزونو د پروژو تخنیکي سروې ترسره کړه.
د نوموړو پروژو د ډیزاین او اقتصادي تحلیل تر بشپړېدو وروسته به یې چارې د یونسکو سازمان په مالي ملاتړ پرمخ یووړل شي او په پلي کېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پياوړې او د نوموړو سیمو ګڼو کسانو ته به د کار زمینه چمتو شي.
