د هرات ولایت د ولایتي انرژي کمېټې ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Feb 18 2024 4:54 PM
1

دغه ناسته د هرات والي محترم شیخ نوراحمد اسلام جار، د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس او د هرات د ولایتي انرژي کمیټې رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، په هرات ولایت کې د انرژي د تولید د ذخیرو د رامنځته کولو د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د هرات والي په دغه ولایت کې د انرژي د تولید د ارزښت په هکله خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل چمتووالي څرګند کړ.

په ورته مهال، د هرات ولایت د کانونو او صنایعو خونې مسؤلینو په دغه ناسته کې د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې چمتووالی څرګند کړ.

همدغه راز، د هرات ولایت صنعت کارانو هم په دغه ولایت کې  د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې د هغې د شرایطو په روښانه کېدو سره د پانګونې چمتووالی څرګند کړ.

User account menu