د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئیس د بغلان ولایت د ده صلاح له مرستیال ولسوال سره وکتل

mew-admin
Sat, Feb 24 2024 11:01 AM
1

د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محب الله عادل د بغلان ولایت د ده صلاح له مرستیال ولسوال  سره وکتل او په نوموړې ولسوالي کې د یوه ذخیروي بند د جوړولو په هکله خبرې، اترې وکړې.

د یادونې وړه، چې د نوموړې بند تخنیکي سروې په ۱۳۹۸ هـ ل کال کې ترسره شوې وي او د ځینو ستونزو له کبله یې چارې وځنډيدې او اوس د بغلان سیندیزې فرعي حوزې مسؤلین د چارو د بیا پیلولو په لټه کې دي.

User account menu