د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت د سروې او ډیزاین له ټیم سره وکتل
د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د اوبو او انرژي وزارت د اوبو تاسیساتو د انجنیري چوپړتیاوو عمومي ریاست د سروې او ډیزاین له ټیم سره وکتل او د میمنې ښار د ۱۸ پلان شوو پروژو د تخنیکي سروې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، نوموړې ټیم د میمنې ښار د ۱۸ پلان شوو پروژو د تخنیکي سروې په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د همکاري غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، ښاغلي مبارز په دغه لیدنه کې له نوموړې ټیم سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.