د درې سوداګریزو شرکتونو مسؤلینو د اوبو له معین سره په لیدنه کې د اوبو د پروژو په برخه کې د همکاري لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
Wed, Feb 28 2024 1:53 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د ادیک(AIDC)، اوپيک(OPEC) او سادات ډلې سوداګریزو شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو وویل چې د اوبو پروژو په برخه کې پانګونې او د پروژو ډیزاین کې همکاري ته لېواله دي.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت رهبري د اوبو په پروژو کې د پانګونې او تخنیکي همکاریو په برخه کې د هغوی د لېوالتیا هرکلی کوي او پانګونې ته د زمینې د چمتوکولو په برخه کې به له هغوی سره همکار و اوسي.

User account menu