د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Feb 29 2024 1:38 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب االرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر کارپوهانو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو مدیریت د بېلابېلو موضوعاتو، د اوبو پروژو د وضعیت او د هغه اړوند نورو چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې  رئيسانو خپل اندونه او کاري راپورونه د بحث وړ موضوعاتو په هکله وړاندې کړل، وروسته هغوی ته د اوبو د معین له لوري د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.

User account menu