د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس د نورستان سیندیزې فرعي حوزې له سرپرست سره وکتل

MEW-Media
Sat, Mar 09 2024 10:25 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي فضل الرحمن سعید او ورسره مل پلاوي نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نورستان سیندیزې فرعي حوزې له سرپرست محترم صبغت الله متوکل او د نوموړې حوزې له کارمندانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د نورستان سیندیزې فرعي حوزې سرپرست د نوموړې حوزې د فعالیتونو او شته ستونزو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس د اسلامي شریعت د اصولو پر بنسټ د پلټنې او د پلټنې د پروسې د څرنګوالي په هکله هراړخیزه وینا وکړه او له ټولو کارمندانو څخه یې وغوښتل، چې خپل مسئولیتونه په پوره امانتدارۍ او ریښتینې توګه سرته ورسوي.

User account menu