د شغنان ولسوالي په چاوید کلي کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژې چارې په ښه توګه روانې دي
د تحکیماتو نوموړې پروژه ۶۳۰ متره اوږدوالی لري، چې د ۲۰ میلیونه، ۹۸۲ زره افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژي وزارت له لوري د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه په یاد کلي کې پلي کیږي.
د نوموړې پروژې چارې په ښه توګه روانې دي او ۴۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.
د نوموړې پروژې په پلي کېدو سره به ۱۴۰۰ تنه ترې ګټه واخلي.