د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پوهنې وزارت له معین او د غزني ولایت د اندړو ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره وکتل

mew-admin
Mon, Mar 25 2024 2:26 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین له معین محترم مولوي عبدالخالق صادق او د غزني ولایت د اندړو ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره وکتل او په نوموړي ولسوالي کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو  په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د غزني ولایت د اندړو ولسوالي مشرانو د اوبو او انرژي پروژو په برخو کې د خپلو ستونزو او اړتیاوو په هکله خبرې وکړې او د آیرګتو بند د جوړولو پروژې او د اندړو ولسوالي د برېښنا رسونې پروژې د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دغه وزارت له لوري د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.

User account menu