د تخار ولایت د نمک آب دریاچې خولې ته د ننوتو د بستر د پاکاري چارې له ښويېدونکو توکو څخه پيل شوې

mew-admin
Tue, Apr 23 2024 10:04 AM
1

د تالقان سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د تخار ولایت د مقام او د دغه ولایت د کانونو ریاست د مسؤلینو په همکاري سره د تخار ولایت د نمک آب دریاچې خولې ته د ننوتو د بستر  د پاکاري چارې له ښووېیدونکو توکو څخه پيل کړې.

د نوموړې دریاچې خولې ته د ننوتو د بستر د پاکاري چارو په پای ته رسېدو سره به اوبه په خپل اصلی لور کې جریان ومومي او همدارنګه د کانال دویجاړېدو او د اوبو له تریوتوب څخه به هم مخنیوی وشي.

User account menu