د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئیس دولت آباد ولسوالي ته سفر وکړ

mew-admin
Tue, Apr 23 2024 1:41 PM
1

د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي محي الدین مبارز او ورسره مل تخنیکي ټیم د دولت آباد ولسوالي په پته بابا، شوربابا او قوزي بای قلعه کلیو د هایدرولوژي او میتیورولوژي استیشنونو د وضعیت د څیړلو په موخه نوموړي ولسوالي ته سفر وکړ.

د نوموړې حوزې رئیس د یادو استیشنونو د وضعیت تر څیړلو وروسته، د هغوی د لا غوره ساتنې او مراقبت په موخه اړوندو مسئولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

User account menu