د شمال زون عمومي ریاست تخنیکي پلاوي د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالي د برېښنا رسونې پروژې د سروې په موخه د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره وکتل

mew-admin
Tue, May 07 2024 4:43 PM
1

د شمال زون عمومي ریاست د انرژي چارو د تنظیم آمریت تخنیکي پلاوي د محترم انجنیر شهنشاه قدسي تر مشري لاندې د پښتونکوټ ولسوالي د برېښنا رسونې پروژې د سروې او د کوهستان ولسوالي د سپروان درې د اسپخوام اوبو سرچینې د سروې په موخه د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز سره وکتل او په دې هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه نوموړي تخنیکي پلاوي د ورسپارل شوې دندې د ترسره کولو وروسته د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره اړین معلومات شریک کړل.

User account menu