په لاندني هریرود سیندیزه فرعي حوزه کې د انجیل ویالې د ټولنې د یو کلنو کړنو د ارزونې په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, May 12 2024 2:36 PM
1

دغه ناسته د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې د رئیس محترم مفتي سردار ولي مزمل تر مشري لاندې د انجیل ویالې د ټولنې د غړو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انجیل ویالې د ټولنې یو کلنې کړنې و ارزول شوې او د هغه د وضعیت د غوره والي په موخه د اوبو ټولنې د ګټې اخیستونکې رئيسه پلاوي ته د کړنلارو او د انجیل د ویالې د اساس نامې سره سم اړینې لارښوونې وشوې.

User account menu