د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, May 19 2024 9:57 AM
1

دغه ناسته د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنیر کاوه خروش تر مشري لاندې د یادې حوزې د کارمندانو په شتون کې ترسره شوه او د اداري، اوبو سرچینو، اوبو د تنظیم او انجنیري چوپړتیاوو په برخو کې د همغږي رامنځته کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې د انرژي معینیت سره په همغږۍ د ام، سي، سي او پاور چاینا شرکتونو له لوري د باغدرې بند د جوړولو په هکله هم بحث او د اندونو تبادله وشوه او یاد بند ته د تجهیزاتو او ساختماني توکو د لیږد لپاره د تر ټولو لنډې، موثرې او هوارې لارې د ټاکلو په هکله هم د یادې حوزې تخنیکي ټیم ګزارش وړاندې شو.

User account menu