د ایف، اې، او دفتر له مسؤل سره په بغلان ولایت کې د کانالونو د پاکاري او بیارغونې په هکله خبرې وشوې

mew-admin
Tue, May 21 2024 3:15 PM
1

د بغلان سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي محب الله عادل او د دغه ریاست تخنیکي سلاکار محترم انجنیر آصف الله رحیمي د شمال ولایتونو لپاره د ایف، اې، او د فتر له عمومي رئيس محترم خیرالله تورن سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، په بغلان ولایت کې د هغو کانالونو او سربندونو د پاکاري او بیارغونې په هکله چې د وروستیو سیلابونو له کبله زیانمنې شوې دي، خبرې، اترې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د بغلان ولایت د ګوهر کانال د پاکاري چارې جریان لري او د پاتې نورو کانالونو د پاکاري او بیارغونې چارې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

User account menu