د بامیان سیندیزې فرعي حوزې اړوند د واورې او باران اوبو د راټولولو پروژې د پلي کولو چارې پيل شوې

mew-admin
Tue, May 21 2024 5:17 PM
1

د پورتني کندز(بامیان) سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو  د موسمي اوبو د مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا په موخه د واورې او باران اوبو د راټولولو پلان په دولتي ودانیو، عامه تاسیساتو او د اوبو رسولو په شبکو کې پیل او د ولایت په اداري ناسته کې وړاندې کړه.

د نوموړي پلان پر بنسټ د دولتي ادارو ټولې ودانۍ سروې او بر آورد شوې او د احجامو بیل یې له اړوندو ادارو سره شریک کېږي.

د نوموړي سیسټم په پلي کېدو سره، د جذبي څاګانو له لارې موسمي اوبه په خوندې توګه د ځمکې په پوړونو کې تزریق کيږي او د ځمکې لاندې اوبه به پياوړي شي.

User account menu