له نوري فایبر سره د پورتني کندز(بامیان) سیندیزې فرعي حوزې د نښلولو په هکله خبرې وشوې
د پورتني کندز(بامیان) سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم الحاج ملا محمد داود علي د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي له رئيس محترم مولوي سلمان بامیاني سره وکتل او له نوري فایبر سره د نوموړې حوزې د نښلولو په هکله یې خبرې، اترې وکړې.
ښاغلي بامیاني د نوموړې حوزې له رئيس سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې نوموړې حوزه به له نوري فایبر سره ونښلول شي.
