کندز ولایت کې د بزګرانو د ځان بسیاینې تر سلیک لاندې غونډه جوړه شوه

mew-admin
Wed, May 22 2024 3:57 PM
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د کندز ولایت په علي آباد ولسوالي کې د بزګرانو د ځان بسیاینې تر سرلیک لاندې غونډه د یادې ولسوالي د ولسوال الحاج مولوي عبدالقدیر حمزه، د اوبو میرانو او بزګرانو په شتون کې جوړه کړه.

په دغه غونډه کې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس د بزګرانو د ځان بسیاینې سیستم د تګلارې په هکله اړین توضیحات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې ددغه سیستم له لارې به بزرګران وکولای شي، چې خپلې ستونزې په عاجله توګه هوارې کړې او د کانالونو اړوند ستونزې به د راټولو شویو پیسو په واسطه د یادې ولسوالي له ولسوال او سیندیزې حوزې سره په همغږۍ په عاجله توګه هوارې شي.

User account menu