په سمنګان ولایت کې د 3 میلیونه افغانیو په لګښت د نوآباد زیګولک چکډم د جوړولو چارې بشپړې شوې
د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالي کې د نوآباد زیګولک چکډم د جوړولو چارې د 3 میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې.
نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د شمال سیندیزې عمومي حوزې تر څارنې لاندې پلې شوه، چې پکې ګڼ شمیر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه او اوسمهال پکې پریمانه اوبه زیرمه شوې دي.
