د لوګر ولایت د خروار د اوبو ذخیره کولو بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Tue, Jun 04 2024 12:24 PM
1

د خروار د اوبو ذخیره کولو بند چې د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې موقعیت لري د حفظ او ساتنې پروژې چارې یې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي.

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري یوه داخلي شرکت ته د دېرش میلیونه، نهه سوه نهه نوې زره، نهه سوه او درې نوې (۳۰،۹۹۹،۹۹۳)  افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوي او په نږدې راتلونکي به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده،چې په نوموړې پروژه کې ګڼ شمېر ځایي اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

User account menu