بغلان ولایت کې د پنځو کانالونو او یو سیلبر پاکاري ترسره شوه

mew-admin
Sat, Jun 08 2024 2:20 PM
1

د بغلان ولایت په دهنه غوري، ډنډ غوري او نهرین ولسوالیو کې د دایمیرک، جوی کلان، جوی بالا ، ګوهرګان او تصدي کانالونو او د تصدي کانال د سیلبر پاکاري ترسره شوه.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي کانالونه او سیلبر د وروستیو سیلابونو د راوتلو له کبله ډک شوي وو او پاکاري یې د بغلان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت ترسره شوه.

User account menu