ننګرهار ولایت کې د یو شمېر معدني اوبو او د یخ د تولید فابریکو مسؤلینو ته د فعالیت د جواز اخیستلو سپارښتنه وشوه

mew-admin
Sat, Jun 29 2024 10:58 AM
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس محترم سید فضل احد هاشمي او ورسره مل تخنیکي ټیم ننګرهار ولایت کې د یو شمېر معدني اوبو او د یخ د تولید فابریکو څخه د لېدنې ترڅنګ، مسؤلینو ته د جواز اخیستلو سپارښتنه وکړه.

همدارنګه ښاغلي هاشمي ننګرهار ولایت کې د معدني اوبو او د یخ د تولید فابریکو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل فعالیتونه د اوبو او انرژي وزارت له کړنلارو سره سم پرمخ یوسي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه دې جذبې څاګانې وکېندي.

User account menu