د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس خلکو ته  د پر وخت اجراآتو د ترسره کولو او رښتیني خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ

mew-admin
Mon, Jul 01 2024 9:34 AM
1

د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي نورالله حکمت د کابل له والي محترم ملا امین الله عبید سره د پېژندګلوي ناسته ترسره کړه.

په دغه لیدنه کې، د کابل والي د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې نوي رئيس ته د مبارکي ویلو ترڅنګ خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول سپیڅلي دنده و بلله او د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د همکارانو د لا زیاتې همکاري غوښتنه وکړه.

همدغه راز، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس په دغه لیدنه کې د پر وخت اجراآتو د ترسره کولو او خلکو ته د رښتیني خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

User account menu