په ختیځ زون کې د خوړونړیوال سازمان له مسؤل سره د نهر کریم کانال د سربند د بیارغونې په هکله خبرې وشوې
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي په ختيځ زون کې د خوړونړیوال سازمان له مسؤل محترم میرویس سپین سادات سره وکتل او د قرغیو ولسوالی اړوند د نهرکریم کانال د سربند د بیارغونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
همدارنګه په دغه لیدنه کې، د نوموړي سازمان مسؤل ته د نوموړي کانال د سربند په بیارغولو کې د همکاري ورکولو ترڅنګ په لغمان ولایت کې د اوبو د مدیریت پروژو د پلي کولو په هکله هم خبرې، اترې وشوې.
