تخار ولایت کې د برېښنا رسولو شرکتونو د پېژندلو او د چوپړتیاوو د وړاندې کولو د ارزونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه
د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم لوی ریاست د څارنې تخنیکي ټیم د برېښنا انرژي د مارکېټ د تخنیکي رئيس محترم انجنیر همت الله امین زي ترمشري لاندې تخار ولایت ته د برېښنا انرژي رسولو شرکتونو د پېژندلو او د هغوی د چوپړتیاوو د ارزونې په موخه سفر وکړ او د تالقان د سیندیزې فرعي حوزې له سرپرست سره یې وکتل.
په دغه لیدنه کې، دواړو لورو په تخار ولایت کې د یادې پروسې په رغنده پلي کولو او د شرکتونو د پیژندلو د تګلارې په هکله خبرې، اترې وکړې او د اړینې همغږۍ په رامنځته کولو یې یو بل ته د همکاري ډاډ ورکړ.