ننګرهار ولایت کې د یوه بولډروال د جوړېدو په هکله د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Jul 21 2024 8:43 AM
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس محترم سیدفضل احد هاشمي او ورسره مل ټیم د یو، این، هبیتات موسسې له مسؤلینو سره د ننګرهار ولایت بهسود پل ته څېرمه د یوه بولډروال د جوړېدو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

نوموړی بولډروال د نوموړې موسسې له لوري جوړیږي چې په جوړېدو سره به یې د جلال آباد ښار د بهسودو  پل ته څېرمه  سیمې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

User account menu