تخار ولایت کي د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
Mon, Aug 05 2024 9:47 AM
1

د تخار ولایت د ینګي قلعې ولسوالي په یتیم تپې کلي کې د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د دوهم، دریېم، څلورم او پنځم لاټونو د پروژو چارې بشپړې او د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د رئيس محترم سید غلام مشواڼي او د دغه ریاست د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو رئیس د نوموړو پروژو د ګټې اخیستنې په غونډه کې وویل چې په بدخشان، تخار، کندز، مزارشریف او جوزجان ولایتونو کې د آمو سیند د څنډو د ویجاړیو د مخنیوي په موخه په لسګونه د څنډو د تحکیماتو د پروژو چارې روانې دي، چې د ډېرو چارې یې بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu