د لغمان په سیندیزه فرعي حوزه کې برېښنایي حاضري نصب او فعاله شوه

mew-admin
Tue, Aug 06 2024 10:58 AM
1

د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او د دغه ریاست د یو شمېر نورو کارمندانو په شتون کې په نوموړې حوزه کې برېښنایي حاضري نصب او فعاله شوه.

په نوموړې حوزه کې د برېښنایي حاضري نصبول او فعالول  به د چارو د روڼتیا، غوره مدیریت او چټکتیا لامل شي.

همدارنګه د نوموړې حوزې رئيس له ټولو کارمندانو څخه وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه پرمخ یوسي.

User account menu