د سردې بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۷۰ سلنه پر مخ تللې دي
د غزني ولایت ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس مولوي محمد شفیق منصور عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د سردې بند له حفظ مراقبتي پروژې څخه لیدنه وکړه.
د یادې پروژې کارونه په سمه او منظمه توګه د انجنیرانو لخوا پر مخ وړل کېده، او هغوی ته د ګرمې هوا په وړاندې د کانکرېټ د ساتنې او څارنې په اړه اړینې لارښوونې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې چارې ۷۰٪ سلنه پر مخ وړل شوي.