د ترکي شرکتونو د یوې ډلې استازو د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ترکي شرکتونو د یوې ډلې له استازو سره وکتل او د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اوبو و انرژي په پروژو کې د هغوی د لېوالتیا د هر کلي ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان د انرژي د تولید لپاره د کافي سرچینو درلودنکی دی او اوسمهال له هره پلوه په دغه هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.