د تالقان سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار همکارانو ته ور وپېژندل شو
محترم انجنیر عبدالبصیر رحیمي د اوبو او انرژي وزارت د محترم مقام د وړاندیز او د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم پر بنسټ د تالقان سیندیزې فرعي حوزې د تخنیکي سلاکار په توګه ټاکل شوی او د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې د رئیس محترم سراج الدین وهاج له لوري همکارانو ته وروپېژندل شو.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي رحیمي تر دې مخکې د لاندني پنج سیندیزې فرعي حوزې د تخنیکي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.