پکتیکا ولایت کې یو چکډم د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mew-admin
Thu, Oct 24 2024 9:41 AM
1

د پکتیکا ولایت د ګوملې ولسوالي د اډاول کلي چکډم د ۲ میلیونه، ۹سوه، ۸۳ زره ، ۱سل او ۲۰ افغانیو په لګښت د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړی چکډم د ۳۴ متره په اوږدوالي او ۶ متره په لوړوالي سره جوړشوی، چې د ۲۰۵۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د دغه چکډم چارې د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

User account menu