د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پاور چاینا شرکت له رئیس سره وکتل

mew-admin
Sat, Oct 26 2024 9:23 AM
1

د اوبو اوانرژي سرپرست وزیرمحترم الحاج ملا عبداللطیف منصور چین هېواد ته د خپل روان رسمي سفر په ترڅ کې د پاور چاینا شرکت له رئیس سره وکتل.

 محترم وزیر صاحب په دغه کتنه کې پر نورو موضوعاتو سر بېره د یاد شرکت له رئیس څخه وغوښتل چې د کاپیسا ولایت د باغدرې د اوبو ذخیروي او د برېښنا د تولید بند کې د پانګونې عملي چارې ژر پیل کړي.

د پاورچاینا شرکت رئیس هم محترم وزیرصاحب ته ډاډ ورکړ چې دیادې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره به لازم اقدامات وکړو.

User account menu