ارزګان ولایت کې د لبلان کانال چارې ۵۰ سلنه او د سجاول پروژې چارې ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالي کې د لبلان کانال او د سجاول پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د لبلان کانال چارې ۵۰ سلنه او د سجاول پروژې چارې ۳۵ سلنه پرمخ تللې او په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د لبلان کانال چارې د ایف، اي، او او د سجاول پروژې چارې د آی، سي، آر، سي په مالي لګښت د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
