د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئیس د فاریاب ولایت له دریو ولسوالانو سره وکتل

mew-admin
Mon, Oct 28 2024 4:59 PM
1

 

د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش، شیرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو له ولسوالانو سره د سیند د حریم او بستر د ساتلو په موخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي مبارز د نوموړو ولسوالیو له ولسوالانو څخه وغوښتل چې د سیند له بستر څخه د هغه د ساتنې په موخه د شګو او ریګو د ایستلو د مخنیوی په برخه کې همکاري  وکړي.

په ورته مهال، د نوموړو ولسوالیو ولسوالانو د نوموړې حوزې له رئيس سره په دې برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

User account menu