هلمند ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
Sun, Nov 17 2024 1:31 PM
1

د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالي په صفار سیمه کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې د ۳ میلیونه ۲ سوه او ۵۲ زره افغانیو په لګښت پيل شوې.

دغه بند د ۶۲ متره په اوږدوالي او ۴ متره لوړوالي سره جوړیږي، چې د ۶۲۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا به ولري.

د نوموړي بند چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د هلمند د سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu