په بلخ ولایت کې د مس د تولید فابریکې د جوړولو په موخه د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د تخنیکي سروې په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
Tue, Dec 10 2024 3:42 PM
1

د شمال عمومي حوزوي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم عمومي ریاست له سرویرانو سره وکتل او په بلخ ولایت کې د مس د تولید فابریکې د جوړولو په موخه د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د تخنیکي سروې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د شمال عمومي حوزوي رئيس په دغه لیدنه کې د نوموړې سیمې د تخنیکي سروې په هکله د وزارت د سرویرانو له ټیم سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu