تخار ولایت کې د درې فرعي کانالونو د پخونې او سنګ کاري چارې پیل شوې

mew-admin
Sun, Dec 15 2024 10:51 AM
1

د تخار ولایت په دشت قلعې ولسوالي کې د درې کانالونو د پخونې او سنګ کاري چارې د تخار ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي میر محمد احبار او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

دغه کانالونه د ۲۴۵۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره د څه باندې ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او کابو ۵۰۰ کورنۍ به ورڅخه برخمنې شي.

د دغې پروژې چارې د اف. اي. او موسسې په مالي لګښت د تخار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu