ارزګان ولایت کې د یوه سیفون د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
Mon, Dec 23 2024 10:00 AM
1

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د مهر آباد د سڼانو په کلی کې د یوه سیفون د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغه پروژه کې ۱۷۰ متره استنادي دېوال او د سڼانو کانال په څنګ کې یې د ۷۰ متره استنادي دېوال د بیارغونې  او د سڼانو کانال پاکاري شامله وه.

د نوموړې پروژې چارې د آی.سي. آر. سي په مالي لګښت د ارزګان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې، چې پکې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه.

User account menu