د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي ریاست او د هغه تر چتر لاندې ریاستونو لپاره د وړتیا لوړونې په موخه ښوونیزه برنامه پيل شوه
دغه ښوونیزه برنامه د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم عمومي ریاست تر چتر لاندې د اوبو د تخصیص ریاست له لوري د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي ریاست او د هغه تر چتر لاندې ریاستونو لپاره د وړتیا لوړونې په موخه په لاره اچول شوې ده.
په دغه شپږ ورځنۍ ښوونیزه برنامه کې د متخصصینو له لوري ګډونوالو ته د اوبو چارو د تنظیم اړوندو قوانینو، کړنلارو او د اوبو د مصرف کوونکو سکتورونو لپاره د اوبو د تخصیص د ورکړې او له دغه ورکړل شوې تخصیص څخه د څارنې د لارو چارو په هکله اړین معلومات وړاندې کيږي.
