روان کال کې په لوګر ولایت د نږدې ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي

په ۱۴۰۳لمریز کال کې د لوګر ولایت په مرکزپل علم، محمدآغې، ازرې، برکي برک او خروار ولسوالیو کې د ۶۲ میلیونه،۳۲۴زره او ۶۰۰ سوه افغانیو په لګښت ۱۷ بېلابېلې پروژې چې پکې د دوو لويو ذخيروي بندونو ساتني اوڅارنې، سربندونو، کانالونو،اواستينادي ديوالونو, حوضونو او کاریزونو جوړونه، بیارغونه او پاکاري شاملې دي، پلي شوې دي.
نوموړې پروژې د ۳۶ میلیونه، ۶۶۹ زره او ۶۰۰ افغانیو په لګښت د لوګر د اوبو او انرژي ریاست له پراختیایي بودجې او د ۲۵ میلیونه، ۶ سوه او ۵۵ زره افغانیو په لګښت د موسساتو له بودجې څخه پلي شوې دي.
په نوموړو پروژو کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.