د "ټاپ" پروژې د کمېټې تخنیکي ناسته د انرژي په معینیت کې ترسره شوه
دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د انرژي سکتور د رئيسانو او د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو څخه د کمېټې د غړو په شتون کې د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د "ټاپ" پروژې په هکله هر اړخیز معلومات د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د انرژي د برنامو ریاست د متخصصینو له لوري وړاندې شول.
د نوموړې پروژې د اسنادو، پروپوزلونو او د پرمختګ د وضعیت تر ارزولو وروسته، د همغږي، د چارو د انسجام او نورو اقداماتو تر لاس لاندې نیولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.
د یادونې وړ ده، چې په ټاپ پروژه کې د ترکمنستان له ماري ښار څخه د پاکستان تر کویټې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزی شامل دی. دغه مزی د افغانستان له لارې لېږدول کېږي چې ۷۰۵ کیلو متره د دغه هېواد په خاوره کې غځول کېږي.
د دغه برېښنا مزي د ترانزیټي ګټې برسېره، افغانستان کولای شي چې له نوموړي مزي څخه ۳۰۰ میګاواټه برېښنا هم تر لاسه کړي.