د کاپیسا ولایت د خرم کانال د اوبو پر سر شخړه هواره شوه

mew-admin
Sat, Jan 25 2025 10:01 AM
1

د کاپيسا د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د کاپیسا ولایت د لومړي حصې کوهستان ولسوالي د خرم کانال د اوبو ټولنې له رئيس محترم معلم عبدالناصر خان او یو شمېر مشرانو سره د نوموړي کانال د اوبو پر سر د شخړې د هوارولو په موخه وکتل.

په دغه لیدنه کې د نوموړې ستونزې د هوارولو په هکله د اړین بحث او اندونو تر تبادلې وروسته، دغه ستونزه هواره شوه.

همدارنګه، د کاپیسا د اوبو او انرژي رئيس د نجراب ولسوالي د احمد بیک کلي د شورا له رئيس محترم مومن‌خان او د نوموړې ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره وکتل او د احمد بېک تپې کانال د ستونزو هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي خروش د نوموړي کلي د شورا له رئيس او مشرانو سره د نوموړي کانال ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

User account menu